انصار: (د لیندی ۳ مه)، د امریکا او کاناډا تر منځ پر پوله پر موټر د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمه کې پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې دوه تنه وژل شوي دي.
که څه هم تر اوسه د چاودنې څرنګوالی مالوم نه دی، خو د دواړو هېوادونو پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې کوي.
په همدې حال کې د کاناډا لوموړي وزیر جسټین ټروډو په سرحدي سیمه کې وضعیت کړکیچن بللی دی.
د يادونې وړ ده، چې تر چاودنې وروسته د امريکا او کاناډا ترمنځ څلور سرحدي دروازې تړل شوې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28647